ایکنانیوز سی این این عربی له قوله راپور راکړ،په مدینې کې له پرون راهسې باران وریږي،او په مسجد النبی(ص) کې دالهي رحمت باران او ورښت په زړه پورې منظره په یوه ویډیوئي کلیپ کې ساتل شوې ده چې په ټولنیزو چینلونو کې تود هرکلی شوی دی.
د مدینې ښاروالۍ په مسجد النبي کې د سخت ورښت په ایکس پاڼې کې د یوې ویډیو په خپروولو سره د دغه الهي رحمت د ورښت په باب مبارکي وئيلې ده .
ډیری کارؤنکو هم د نورو ویډیوګانو او یا ددغې ویډیو په بیا خپرولو سره د الهي رحمت ورښت په اړه مبارکی وئيلې ده.
د عربتسان په مکې او مدینې کې د عربستان په ټاپو وزمې کې له نورو سیمو سره په یووخت په وروستي کال کې ډير زیات بارانونه شوي دي.ډیری کارپوهان دغه ورښتونه کم ساري ګڼي او دآب او هوا بدلونونه ددغو ورښتونو عامل ګڼي.له بل پلوه خبرداری ورکړل شوی دی چې دغو بدلونونو ته په پام سره مختلفو اورګانونه باید پخپل جوړښت کې په بدلون سره ددغو بدلونونو له پایلو سره د مقابلې لپاره تیار ووسي.